Header Ads Widget

Responsive Advertisement

Ticker

6/recent/ticker-posts

د  اقبال مومند غزل

  د اقبال مومند غزل 


☆کنډر جماعت ورانه حجره ده اختر څنګه وکړم☆

☆کوڅه کوڅه پۀ وينو سره ده اختر څنګه وکړم☆

☆پۀ ما چې بو کړي نو ملګري مې د خوا نه تختي☆

☆بلا زما خوا کښې دهېره ده اختر څنګه وکړم☆

☆زما د کلي مازيګر پۀ وينو سور مازيګر☆

☆پۀ هر يو ګوټ کښې ئې خطره ده اختر څنګه وکړم☆

☆هاغه د خوړ غاړه چې تل بۀ پرې شينکې ولاړ وو☆

☆ورانه ويجاړه هديره ده اختر څنګه وکړم☆

☆ډزې ترې کېږي پۀ نيتونو پۀ تندو د سړو☆

☆دا پورې دنګه مناره ده اختر څنګه وکړم☆

☆څوک ئې د ويرې نه پۀ شونډو باندې نۀ راولي☆

☆خبره هر چاته ښکاره ده اختر څنګه وکړم☆

☆د وطن هره يوه پېغله پۀ نصيب خواره ده☆

☆اقباله برخه ئې سپېره ده اختر څنګه وکړم☆


☆اقبال مومند☆

☆☆☆

Post a Comment

0 Comments