Header Ads Widget

Responsive Advertisement

Ticker

6/recent/ticker-posts

غنی خان نظم،چی دا مونږ ولې پیدا شوو

 ☆غنی خان نظم ☆

غنی خان

☆ چی دا مونږ ولې پیدا شوو☆

☆تقاضه د ژوندون څه وه☆

☆زه یو داسی جواب غواړم☆

☆چی ضمیر مې مطمئین کړم☆

☆هر څوک اوتې بوتې وایي☆

☆څه دروغ او څه رشتیا ویي☆

☆یو ملا بس دومره وایي☆

☆عبادت د ژوند مقصد دی☆

☆چې څوک ښه کړي هغه ښه دی☆

☆چې څوک بد کړي هغه بد دی☆

☆ما وې ښه ده زه منم خو☆

☆زما بېله عقیده ده☆

غنی خان نظم زبرګ، چې دې وس د بدو نۀ وي

☆که سجده د ژوند مقصد دی☆

☆نو لعنت په داسې ژوند شه☆

☆دا خو صرف تجارت شو☆

☆دا لا څنگه محبت شو☆

☆سجده نه شوه مزدوري شوه☆

☆یاره دا خو بازاري شوه☆

☆یا زما ضمیر کافر دی☆

☆یا دا خلک لیوني دي☆

☆زه خو داسې سجده غواړم☆

☆چې مقصد یې محبت وي☆

★غنې خان بابا★

Post a Comment

0 Comments