پښتو نظم
«نظم «زبرګ»
★غني خان★
«««««««««««
«چې دې وس د بدو نۀ وي «
«څۀ به تۀ څه به دې ښۀ وي«
«توبه هله د شرابو«
«چې شراب درته پراتۀ وي«
«««
«چې بوډا شې خولۀ کړشپه «
«بیا توبه توبه د څۀ کئ؟«
«هغه ښۀ د بدو بد وي«
«د ناکامه چې ته ښۀ کئ«
«««
«ملا ناست د ټوکړو شکور ته«
«وئ رندانو ته خراب«
«غریب څۀ وکړي جومات کښې«
«نۀ معشوق شته نۀ شراب«
«««
«دا چې باغ د ګلو ډک وي«
«مستاله غوندې ماښام وي«
«دا چې سرې شونډې ساقي دې«
«په سور لاس نیولی جام وي«
«««
«دا چې تاته رڼې سترګې«
«غلی ووایي سلام«
«په مکېز دې زړۀ کښې بل کړي«
«د مستۍ دوزخ تمام«
«««
مرغئ مې دومرہ خوښې دي کۀ امن چرته راغلې
«««
«راشه راشه زما یاره«
«وخت دی لږ خبرې ډېرې«
«بیا دې رو شان د اوږو نه«
«پستې لېچې کړي چاپېرې«
«««
«خوله دې خولې ته کړي درپورته«
«شونډې سرې تودې بې هوشه«
«لکه بله ډیوه رپي«
«د ځوانۍ مستۍ د جوشه«
«««
«سینه دروړي سینې له«
«د بخمل هسې رېښمینه«
«د ارمان او مینې ډکه«
«د نرګسو نه نیازبینه«
«««
«او ستا وجود یؤ سمندر شي«
«د طاقت او د سرور«
«زړۀ دې واخلي هغه اور«
«چې هم اور دی او هم نور«
«««
«تۀ چې دغه وخت اوچت شې«
«شې جومات کښې په ژړا«
«لېونے وایي قسم دے «
«یا خو غوث یې یا هيجړا«
0 Comments