☆غزل ☆
☆ کوو په فټ پاتونو باندې ښار کښې روژه ماتې☆
☆په مونږ باندې اکثر راځي په لار کښې روژه ماتې ☆
☆لږ ساګ دے یو روټۍ دہ او څلور پنځۀ کهجورې☆
☆د کار ځاي ته مې راوړے دے اخبار کښې روژہ ماتې☆
☆مرغئ مې دومرہ خوښې دي کۀ امن چرته راغلې ☆
☆کؤم به د مرغو سرہ چنار کښې روژه ماتې☆
☆بچے موبائل بند کړه مزدوري مې کړے نۀ دہ☆
☆په څۀ درله راواخلمه باراز کښې روژه ماتې☆
☆عاجزہ بس روژې پکښې د هغه چا قبلېږي ☆
☆چې تېر کي څوک په ذکر او ازکار کښې روژہ ماتې☆
☆○☆
★ عاجز صېب★
0 Comments