☆غزل☆
☆ټولې دنيا ته مې د يو سړي صفت کړى دى☆
☆ما په يو څو ورځو کې څومره محبت کړى دى☆
☆
☆زه د دې ښار د نفرتونو د بُتانو دښمن☆
☆ما په دې ښار کې د مَېنو امامت کړى دى☆
--------------------
غزل ☆زما او ستا چې يو بل ته رنګونه زیړېدل☆
--------------------
☆د دې کوڅو نه صبرېده زما له وسه نه ده☆
☆ګنې يارانو راته هر وخت نصيحت کړى دى☆
☆
☆ما د هر ګوټ سره د يار د سترګو ذکر کړى☆
☆ما د شرابو په نشه کې عبادت کړى دى☆
☆
☆هغه چې زه يې د ښاېست په صفت نه مړېږم☆
☆هغه سړي زما په هرځاى کې غېبت کړى دى☆
☆☆
☆زما رقيب د محبت په معنى څه پوهېږي؟☆
☆هغه خو ژوند هم په يو لوى منافقت کړى دى☆
‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐--------------------
☆ د مینې پـه مـذهـب دے همسفـر ئـي کـړم کـۀ نـه☆
‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐‐--------------------
☆ستا د يادونو د سپرلي ګلونه، نه هېروي☆
☆ګنې نو ما خپلو زخمونو ته منت کړى دى☆
☆
☆د ملازو د ملامتو يې ساتلى يمه☆
☆زما احساس زما په هرځاى کې عزت کړى دى☆
☆
☆د ډېرو ښکلو د ښاېست ثنا دې وي صابره☆
☆خو په غزل کې دې د یو سړی صفت کړی دی☆
☆☆☆
☆کلام: صاحب شاه صابر☆
0 Comments