☆غزل ☆
☆ ړاندۀ نـۀ وو دا خلق خامخـا بـه پوهېدل☆
☆زما او ستا چې يو بل ته رنګونه زیړېدل☆
☆
☆کچه به وو دا کار ولې پیغور پکښې د څۀ☆
☆څۀ بل چاته خو نۀ وو خپل جانان ته مې ژړل☆
☆☆☆
مرغئ مې دومرہ خوښې دي کۀ امن چرته راغلې
☆☆☆
☆سرونو باندې اوشولې څۀ بل شانتې کانې☆
☆څۀ دلته پرېکیدل څۀ ټيټېدل څۀ خرڅېدل☆
☆
☆پۀ زړونو کښې مې ځایې کړلې دُعا راته کوه☆
☆زما د مئينتوب نه مخکښې چا درته کتل ☆
☆☆☆
☆☆☆
☆معصومې او ساده ښکاري ستا سترګې غلچکۍ-☆
☆اُستاذې دي ورځي ورله د زړونو تښتوول☆
☆
☆چې هر وخت مروور کړي پۀ وړه خبره ځان☆
☆عابده ورته ګران به شي اخر پُخلا کوول☆
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
فضل سبحان عابد
۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔ ۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔۔
0 Comments