Header Ads Widget

Responsive Advertisement

Ticker

6/recent/ticker-posts

خپل ایمان ګورم آئینې ته ځمه، زه د هندوانو بود خانې ته ځمه

د دې شعر شاعر نظام الدين فلاح وايي

یو هندو ؤ چې ایمان یې راوړه او یو ډله هندوان ورسره نور هم وو چې هغوي ورته ویل چې دا کار خو کوې خو ګوره اسلام داسې ښه دین ندی په دې کې سل نورې کېسې هم شته لکه روژه نیول حج او داسې نور او دا یې هم وویل چې ځه دا روژه خو په ټول کال کې یو وارې ده دا به هم وشي خو تر ټولو سخت کار هغه دا دی چې ته به د ورځې پینځه ځله اودس او پنځه ځله لمونځ کوې .

☆سرخ گائے اور ہیکل سلیمانی ☆

دا کوم کس چې ایمان راوړه نو دا ورته وایي چې ځه مړه دا پینځه لمونځونه دي بلا وريسې چې دا نور کارونه کوم خو دا لمونځ به هم وکړم نو هغه نور هندوان ورته وایي چې ته دې له خپل خدایه هم نه شرمیږې کوم خدای چې زمونږ پلارونو او نیکونو منلی او په کور کې درته ایخی ده(بوت یې ورته یادوه)

نو ده ورته وویل چې زه اوس ځم او د خپل خدای جنازه کوم یعنې ماتوم یې(بوت یې یادوه) .

بیا هم هماغسې وشول کور ته لاړ او بوت یې مات کړ او په الله یې ایمان راوړه۔

خپل ایمان ګورم آئینې ته ځمه.  زه د هندوانو بود خانې ته ځمه


مکمل غزل

ـــــــــــ

خپل ایمان ګورم آئینې ته ځمه.

زه د هندوانو بود خانې ته ځمه.


په خاموشۍ مې ژوندي پوهه نه شول.

کریکې وهمه هدیرې ته ځمه.


ستا جنتونو کې تنګ شوی یمه.

خدایه دوزخ ته یوې شپې ته ځمه.


نظر مې تت وجود لړزه لړزه شو.

نیت د ګناه تړم سجدې ته ځمه.


پنځه لمونځؤنه دي بلا ور پسې.

خدائ مې مړ شوی جنازې ته ځمه.


حٌسن ساقي په سر اخیستئ یمه .

مندې وهمه میکدې ته ځمه.


سل سوالونه کړي فلاح له مانه.

چې له آنګړ نه دروازې ته ځمه 



Reads book 10




Post a Comment

0 Comments