☆صاحب شاه صابر☆
☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆☆
☆بې کوره شي چې څوک په بې درکو پسې ګرځي☆
☆درانه خلق سپکیږي چې په سپکو پسې ګرځي☆
☆
☆زما د قام د کومې بدبختۍ به درته وایم☆
☆چې څوک رازلمي کیږي په ټوپکو پسې ګرځي☆
☆
☆د زرکو د کونترو ښکار د نورو مشغله شوه☆
☆زما د غرونو باز په تُوت خورکو پسې ګرځي☆
☆
☆بیا څوک د پښتنو د اتفاق سندرې وايي☆
☆دیوان یې د خوشحال په لاس خټکو پسې ګرځي☆
☆
☆صلاح کوي جرګه کوي غونډېږي تندرونه☆
☆څوک ځاله جوړوي ځان له په ډکو پسې ګرځي☆
☆
☆د هغه غرڅنۍ غړۍ مې هغسې په زړه ده☆
☆لا هغسې مې فکر په کونجکو پسې ګرځي☆
☆
☆د ښکلو په سینو کښې بې غرضه زړونه ګوري☆
☆صابر بلا وهلے دے په ورکو پسې ګرځي☆
☆●☆
صاحب شاه صابر
0 Comments