رياض تسنيم
پرى زاده زړه مې چوي له اضطرابه
پرى زاده زړه مې چوي له اضطرابه
کوم جادو به تا راپورته کړي له خوابه
پرى زاده زړه هم تاته د سپړدو دے
ستا په وړاندې څه حجاب څه بې حجابه
پرى زاده يو تپوس مې په مخ ليک دے
اخلم ساہ که راتېريږم له عذابه
******************************************
غزل ☆ د مینې پـه مـذهـب دے همسفـر ئـي کـړم کـۀ نـه☆
******************************************
پرى زاده له ځنګلو تېرېده دى
څه خبر يې د ځنګلو له ادابه
پرى زاده د فرات په جئ ولاړ يم
مودې وشوې تنده غواړم له دريابه
پرى زاده بس په پونده تاوېدل دى
زندګى ده او ساتو يې له سېلابه
پرى زاده زه که دا وارې اوده شوم
هېڅ يو شور په مې راويخ نه کړي له خوابه
پرى زاده لاس مې اېښي دې په سترګو
پال را وباسه زما هم له کتابه
پرى زاده د هوا او خاورې شور نه
تا خبر کړم له آتشه هم له آبه
******************************************
غزل کاروان مومند، کلکې وۀ تړه کـــمڅۍ د زلـــفو شاته
******************************************
پرى زاده ځان مې ښکل کړه آئينه کښې
دا کوم رنګ مې کشيد کړې له ګلابه
پرى زاده د کاروان آخيري ګړد يم
دا دي يم او درنګ ساعت له يم نايابه
پرى زاده خاموشۍ مې هم نارې کړې
د تسنيم په زړه کښې دړد دے بې حسابه
رياض تسنيم
0 Comments