غزل کاروان مومند
☆☆☆
☆ کلکې وۀ تړه کـــمڅۍ د زلـــفو شاته ☆
☆شـــنۀ لونګ دې غوړولي دي هـوا ته☆
☆
☆خدايه بيا کۀ چرته ژوند راکوې ماله☆
☆نو انســان مې را ونۀ لېـــږې دنيا ته☆
-------——-----------------------------------------
پښتو غزل، ټولې دنيا ته مې د يو سړي صفت کړى دى
-------——-----------------------------------------
☆
☆مادې مړ کړي ما دې قتل کړي يارانو☆
☆زۀ روا ويــېلے نــۀ شـــم نـــاروا تــه☆
☆
☆د جنـــت نـــه د ادم په وجه راغله☆
☆سړي څومره ملامتـــه دي حوا تــه☆
☆
☆کور دننه ښۀ تکړه ځوانان اودۀ دي☆
☆د نـــازک بدن ملاله ځي غـــزا تــه ☆
☆
☆ياره نۀ وې کنه ښځې داسې نۀ وې☆
☆مقدسې وې سجدې کېـــدې عُزا ته☆
-------——-----------------------------------------
غزل ☆زما او ستا چې يو بل ته رنګونه زیړېدل☆
-------——-----------------------------------------
☆
☆زۀ د نن ورځې د جبر حساب غواړم ☆
☆تۀ قيصه تاو کړې راتاو کړې کربلا ته☆
☆
☆دا کاروان دے ملامتـــه بې غېـــرته☆
☆غلے تېر شولو زمونږ د کالۀ خوا ته☆
☆☆☆
☆☆☆کاروان مومند☆☆☆
0 Comments