☆☆☆☆☆☆☆☆☆
ستا چم ته ارمانونه لیوني وړمه راوړمه☆
خبرې به تر څو د خپل زړګي وړمه راوړمه☆
☆
☆دا غټ دي دا واړه دي، دا مې خوښ دي دا مې نه دي
☆بس تاله به زه ټوله ورځ بنګړي وړمه راوړمه
☆
☆ښه ډیره بې وسي ده خو په خرڅ مې پیرځو نه شي
☆بازار ته یې د پوزې میخکي وړمه راوړمه
☆
تمام قران کریم میں موجود دعائیں
☆
☆په لاسو کښې مې مړاوي شي له ډیرې مودې راسې
☆د ښکلو چم ته هسې کشمالي وړمه راوړمه
☆
☆رقیبه هسې یو تا ته مې ځان نا جاڼه کړې
☆په لاسو کښې نور ستا په شان سړي وړمه راوړمه
☆
☆څه ډیره موده وشوه ستا د مینی له خاطره
☆د شونډو په سرونو اسویلي وړمه راوړمه
☆
☆چې ښه د لاده باده وځم بیا به اظهار وکړې
☆په پښو پسې به دغسې ازغي وړمه راوړمه
☆
☆بیا هم په تا مئینه یم، ته ګوره ساده ګله
☆د رب سره د سترګو پسرلي وړمه راوړمه
☆
☆فطرت مې له ازله په رڼا باندې مئین دے
☆چې غیږ ته د تیارو اورورکي وړمه راوړمه
☆
☆کیموره په دې لاره ستا د یو دیدن دپاره
☆ته نه ګورې؟ چې هره ورځ منګي وړمه راوړمه
☆
☆☆☆نوشاد کیمور ☆☆☆
0 Comments